د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. دغه بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونې پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې هېڅ فرد باید د بند پر مهال له شکنجې او یا جبري اعترافاتو سره مخ نه شي. دوی د جبري اعترافاتو د ویډیوګانو خپرول د انساني ارزښتونو او د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف بللي دي.

نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د سپاهیان میهن جبهې د دې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ. د طالبانو حکومت تایید کړې چې دا برید یې په شا تمبولی او یو شمېر بریدګر یې نیولي دي.

#بدخشان #بشري\_حقونه #افغانستان

🌐

Author