په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې خبریالي له بې ساري فشارونو سره مخ ده.

یوناما د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د بریدونو زیاتوالی، د ناسمو معلوماتو خپریدل او سانسور د خپلواکو رسنیو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. دې بنسټ پر ازادې خبریالۍ کلک ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت له راتګ وروسته، پر رسنیو امنیتي فشارونه ډیر شوي دي. لسګونه خبریالان نیول شوي او ډیری رسنۍ له فعالیت څخه پاتې دي.

#یوناما #خبریاالان #ازاده\_رسنۍ

🌐

Author