د نورستان ولایت په بیلابیلو برخو کې سختو بارانونو او راوتلو سیلابونو لږ تر لږه د شلو کسانو ژوند اخیستی دی.
د طالبانو حکومت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په دې غمجنه پیښه کې شاوخوا اتیا کسان ټپیان شوي او تر سلو ډیر نور لاهم ورک دي. د دې ولایت مرکز هم سخت زیانمن شوی دی.
افغانستان د طبیعي پیښو پر وړاندې یو له ترټولو زیان منونکو هیوادونو څخه دی. دې ویجاړونکو سیلابونو ځايي اوسیدونکو ته ډیر پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
#نورستان #سیلاب #افغانستان
🌐