د طالبانو حکومت چارواکو تایید کړې چې په خوست ولایت کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی په ډزو سره وژل شوی دی.
دغه پخوانی پوځي چې ننګیالی نومیده، د خوست ښار یوه روغتون ته څیرمه په نښه شو. راپورونه وایي چې هغه یوازې لس ورځې مخکې له امریکا څخه افغانستان ته راستون شوی و.
د طالبانو حکومت د والي ویاند د دې وژنې لامل شخصي دښمني بللې ده. خو بیا هم، نړیوالو بنسټونو په وار وار د پخوانیو پوځیانو پر وژنو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
#خوست #امنیت #پخوانی\_پوځي
🌐