سیمه ییزې سرچینې وايي چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د مدني محکمې په ودانۍ کې چاودنه شوې ده. دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې رامنځته شوه.
ویل کیږي چې چاودېدونکي توکي د محکمې د دروازې ترڅنګ په یوه کثافت داني کې ځای پر ځای شوي وو. د پېښې وروسته د طالبانو ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.
تر اوسه د دې چاودنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته. سیمه ییزو چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
#فاریاب #میمنه #چاودنه #افغانستان #امنیت #طالبان #محکمه #پښتو_خبرونه #شمال #خبرونه