د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې د نورستان په ولایت کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو سره د مرستو د همغږۍ لپاره یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل شول چې خپلې بیړنۍ مرستې په راتلونکو دوه اویایو ساعتونو کې سیلاب ځپلو ته ورسوي. د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف او نورو ادارو د مرستو لېږلو ته خپل چمتووالی وښود.
په ژمنه شویو مرستو کې د زیانمنو شویو کورنیو لپاره خواړه، روغتیایی خدمتونه او لنډ مهاله سرپناه شامل دي. د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې ولایت کې ویجاړونکو سیلابونو درویشت کسان وژلي او لسګونه نور یې لادرکه کړي دي.
#افغانستان #نورستان #سیلاب
🌐