باوري سرچینو رسنیو ته خبر ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د سلګونو هغو پخوانیو افغان پوځیانو د استوګنې موده نه ده غځولې چې هغه هېواد ته یې پناه وړې، او له هغوی یې غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي.

یو شمېر دغه پوځیان چې په تهران او اصفهان کې ژوند کوي، وویل چې د دوی د استوګنې موده پای ته رسېدلې یا د پای ته رسېدو په درشل کې ده. د دوی په وینا، کله چې دوی د مودې غځولو لپاره اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي او ورته ویل شوي چې د غځولو لپاره کوم نوی حکم نه دی صادر شوی.

ډېری دغو کسانو پخوا د جنرال اکرام الدین سریع د دفتر له لارې، چې په تهران کې ووژل شو، استوګنه ترلاسه کړې وه. یوې سرچینې وویل چې یوازې په اصفهان کې شاوخوا ۵۰۰ پخواني پوځیان له دې ستونزې سره مخ دي. د هغه په وینا، د جنرال سریع په دفتر کې شاوخوا ۱۷ زره پوځیان ثبت شوي وو، خو په ایران کې د پخوانیو پوځیانو ټولیز شمېر له دې ډېر دی.

دا پخواني پوځیان افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه سخت اندېښمن دي. دوی خبرداری ورکوي چې که په زوره ستانه شي، نو د طالبانو لخوا به د نیول کېدو، شکنجې او وژنې له جدي خطر سره مخ شي. د جنرال سریع دفتر ته نږدې یوې سرچینې وویل چې کره اسناد لري چې ښيي یو شمېر پوځیان له ایران څخه له ستنېدو وروسته د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه په بغلان ولایت کې د یوه پخواني پوځي وژل کېدو ته اشاره وکړه چې په ایران کې یې د استوګنې د نه تمدیدېدو له امله افغانستان ته ستون شوی و او په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د خپلې کورنۍ په مخ کې ووژل شو.

یوه پخواني قوماندان چې په اصفهان کې ژوند کوي، وویل چې اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دی. هغه زیاته کړه: "نه پوهیږم که زما د استوګنې موده ونه غځول شي، زما او زما د کورنۍ لپاره به څه برخلیک په تمه وي." دا روښانه نه ده چې د ایران په دې سیاست کې بدلون د طالبانو د فشار پایله ده که د هغه هېواد کورني تحولات. سرچینه: افغانستان اینټرنشنال

🌐

Author