د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د څه باندې سلو افغان سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی د دې خونې د رییس په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی. د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.
په دې درې ورځني سفر کې په ازبکستان کې د سیردریا سیمې له سیمه ییزو چارواکو سره لیدنې او د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ مخامخ ناستې شاملې دي. په دې سفر کې به ګډون وال د ازبکستان له تولیدي او صنعتي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.
د طالبانو حکومت چارواکو تل له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی دی. تمه کېږي چې دا سفر به د ګډې پانګونې پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د نویو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک لامل شي.
#افغانستان #ازبکستان #سوداګري
🌐