د هند سینما جنجالي ډایرکټر ویوک اګنیهوتري، د «عملیات سیندور» (Operation Sindoor) په نوم د یوه نوي فلم د جوړولو خبر ورکړ چې د بوشان کمار په همکارۍ تولیدیږي. دا فلم به د ۲۰۲۵ کال په مۍ میاشت کې د پاکستان په خاوره او تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر مرکزونو د هند د هوايي بریدونو کیسه بیان کړي .
پروژې ته نږدې سرچینې وايي چې د فلم کیسه په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته د رښتینو پیښو پر بنسټ جوړیږي. په هغه عملیاتو کې، د هند پوځ ادعا کړې وه چې په مظفر اباد او فیصل اباد کې یې تر ۵۰ ډیر وسله وال په نښه کړي دي، هغه موضوع چې تمه کیږي په سیمه کې به ډیر جنجالونه راپورته کړي .
اګنیهوتري چې تر دې مخکې د «فایلز» (The Files) په نامه درې ګونو فلمونو سره مشهور شوی و، غواړي په دې نوي اثر کې هم پټو حقایقو ته انعکاس ورکړي. د حساسې سیاسي او پوځي موضوع له امله، اټکل کیږي چې «عملیات سیندور» به د بالیووډ د راتلونکي کال یو له ډیرو جنجالي فلمونو څخه وي .

بالیووډ #هنديسینما #ویوکاګنیهوتري #پاکستان #کشمیر #جنګيفلم #پوځيعملیات #سینماييخبرونه #سیمهییزتاوتریخوالی #نویفلم

Author