سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ یو پېژندل شوی قومي مشر، ارباب جمعه ګل ساغري په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. د دې پېښې اصلي انګېزه لا تر اوسه روښانه نه ده.
دا پېښه د سه شنبې په ورځ شاوخوا غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه کله چې نوموړی د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته روان و. بریدګرو هغه د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې ته نږدې په نښه کړ.
د دې برید د عاملینو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی. په هرات کې د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
#هرات #افغانستان #امنیت
🌐