د اسرائیل کان شبکې راپور ورکړی چې تل ابیب له متحده ایالاتو غوښتي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یو پراخ پوځي برید ته ځان چمتو کړي.
اسرائیلي چارواکي په دې باور دي که د ډونالډ ټرمپ موخه د ایران د نظام نسکورول وي، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو اوسنی جوړښت کافي نه دی او اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لري .
راپورونه وايي چې ټرمپ پوځي غوراوی نه دی رد کړی، خو وروستۍ پرېکړه یې له تهران سره د خبرو پر بهیر پورې اړه لري.
په همدې حال کې، نتانیاهو په وروستۍ ټیلیفوني اړیکه کې له ټرمپ غوښتي وو چې د برید طرحه دې فعلاً وځنډوي ترڅو لازم چمتووالی ونیول شي .
د اسرائیل لویه اندېښنه د دغه هېواد د توغندیز دفاعي سیسټمونو وضعیت دی چې په وروستیو جګړو کې سخت زیانمن شوي دي.
پوځي چارواکي خبرداری ورکوي چې د اسلامي جمهوریت نسکورېدل د امریکا له بشپړ ملاتړ او پراخو عملیاتو پرته امکان نه لري .