د طالبانو حکومت استخباراتي ځواکونو د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې د نورین ټلویزیون خبریال مهرالله شېرزاد نیولی دی. سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا نیونه په ناڅاپي ډول شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې خبریال تره هم له هغه سره په ورته وخت کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. تر اوسه د دې کسانو د ساتنې ځای نه دی معلوم او کورنۍ یې په سختې اندېښنې کې دي.

سرچینو د دې نیونې لامل له خپلواکو رسنیو سره همکاري بللې ده، خو د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په وروستیو میاشتو کې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي دي.

#خبریال #افغانستان #پنجشېر #رسنۍ

🌐

Author