د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو او مسلکي ډاکټرانو له سخت کمښت څخه شکایت کوي. دوی وايي چې دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ناروغان روغتون ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ځایي خلکو په وینا، خرابې لارې او د ولسوالۍ تر مرکزه پورې زیات واټن د ناروغانو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لېږد ډېر ستونزمن کړی دی. یوه اوسېدونکي ویلي چې د شلو ناروغانو د مړینې شاهد و.

د افغانستان روغتیايي سیسټم له دوه زره یوویشتم کال راهیسې له جدي ننګونو او د بودیجې له کمښت سره مخ دی. سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او د ښځو پر کار محدودیتونو دا ناورین په لیرې پرتو سیمو کې لا پسې ژور کړی دی.

#روغتیا #بادغیس #افغانستان #بالامرغاب

🌐

Author