د طالبانو حکومت د نفتو او ګازو دولتي شرکت اعلان کړی چې په هرات کې یې په خپلو دولتي پلورنځیو کې د اوبلن ګاز بیه کمه کړې ده. د نوې پرېکړې له مخې، د هر کیلو ګرام ګاز بیه له شپېته افغانیو څخه پنځه پنځوس افغانیو ته راټیټه شوې ده.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې په تېرو څو ورځو کې په ازاد بازار کې د ګازو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې وې. دې لوړوالي د هرات ښاریانو لپاره ډېرې اندېښنې راپارولې وې.
د دې دولتي شرکت چارواکو همدارنګه ټینګار کړی چې خلکو ته د ښه لاسرسي په موخه یې په هرات ولایت کې د ګازو د دولتي پلورنځیو شمېر ډېر کړی دی. اوس دغه مرکزونه له پنځو څخه نهو ته لوړ شوي دي.
#اقتصاد #هرات #ګاز #افغانستان
🌐