د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو طرحه تصویب کړه. دا طرحه د ایران پر وړاندې د نوې جګړې د پیلولو د مخنیوي په موخه رایې اچونې ته وړاندې شوه.
د دې پریکړه لیک له مخې ولسمشر نشي کولی د کانګرس له اجازې پرته د ایران پر وړاندې وسله وال ځواکونه وکاروي. دا طرحه له دوه سوه ډیرو موافقو رایو سره تصویب شوه او څو جمهوري غوښتونکو استازو هم ترې ملاتړ وکړ.
کارپوهان وايي چې د دا ډول طرحو تصویبول ډیر سمبولیک اړخ لري او پر پوځي پریکړو غوڅ اغیز نه کوي. ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د سترو پوځي عملیاتو په څیړلو بوخت دی.
#امریکا #ایران #ډونالډ\_ټرمپ
🌐