په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د کور د چت غورځیدو له امله د یوې کورنۍ د پنځو غړو د مړینې خبر ورکړی دی. دا زړه بوږنونکې پیښه د جلال اباد ښار په افغان مینه سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس صدیق الله قریشي وویل چې دا پیښه د سختو بارانونو له امله شوې ده. په دې پیښه کې یو پلار له خپلو زامنو سره ووژل شو او یو بل کس هم سخت ټپي شوی دی.
په څو ولایتونو کې وروستیو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ډیر درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د انساني تلفاتو سربیره، ډیری سړکونه او لویې لارې هم ویجاړې شوې دي.
#ننګرهار #طبیعي\_پیښې #افغانستان
🌐