په جوزجان ولایت کې د طالبانو حکومت امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې یو ځوان په شبرغان ښار کې وژل شوی دی. دا پیښه د دښت بابا علي په سیمه کې رامنځته شوې او د سیمې اوسیدونکي یې اندیښمن کړي دي.

د طالبانو حکومت د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمي وویل چې دغه ځوان پرویز نومیده او د تفریح لپاره وتلی و. هغه د خپل یوه خپلوان لخوا د چره یي ټوپک په ډزو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

امنیتي ځواکونو تر اوسه څلور تنه د دې وژنې په تړاو د دریمې امنیتي حوزې له اړوندو سیمو څخه نیولي دي. لا هم د دې پیښې اصلي لامل او انګیزه څرګنده نه ده او په دې برخه کې لومړنۍ څیړنې روانې دي.

#جوزجان #امنیت #افغانستان

🌐

Author