د افغانستان د آزادۍ جبهې جمعه ورځ اعلان وکړ چې د هغې ځواکونو د جلال اباد د شپږمې حوزې د طالبانو د استخباراتي مدیر مرکز ته د برید پر مهال دوه طالبان ووژل او یو بل یې ټپي کړ. دا برید د پنجشنبې ماښام ترسره شو.

د دې جبهې د بیانیې له مخې، د جلال اباد د شپږمې حوزې د طالبانو د استخباراتي مدیر برخلیک تر اوسه نامعلوم دی. د طالبانو چارواکو هم تر اوسه پدې اړه هیڅ موقف نه دی نیولی.

د آزادۍ جبهې جمعه ورځ همدارنګه خبر ورکړ چې د هغې ځواکونو د راکټي بریدونو له لارې د کابل پوځي هوایي ډګر هدف کړ. وروستیو کې دا جبهه او نورو مخالفانو خپل بریدونه تیز کړي دي.

#د\_آزادۍ\_جبهه #ننګرهار #طالبان #افغانستان

🌐

Author