د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په سیمه کې د سولې لپاره دې ترهګرې ډلې مهار کړي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان لومړي وزیر ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د دغو ډلو په کنټرولولو کې پاتې راغلی او دا لړۍ لا هم روانه ده. په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

مجاهد وویل چې افغانستان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکاروي. هغه له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې خپلې امنیتي اندېښنې له رسمي لارو له دوی سره شریکې کړي.

#افغانستان #پاکستان #امنیت

🌐

Author