د طالبانو د حکومت یوې ځانګړې محکمې اعلان کړی چې په کابل کې د کستومایز او رستم حیدري ښارګوټي اړوند ۲۵ جریبه ځمکه دولتي ملکیت دی. دا ځمکې د کابل ښار په څلورمه او اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې دا ځمکې پخوا استملاک شوې وې او په کابل ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت شوې وې. دا ګام د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو د هڅو یوه برخه ده.

تر اوسه د دغو ښارګوټو مالکینو او مسوولینو د طالبانو د حکومت د ځانګړې محکمې د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي. په کابل کې د استوګنې د ښارګوټو د څېړنې بهیر لا هم دوام لري.

#کابل #افغانستان #ځمکه

🌐

Author