ځایی سرچینو راپور ورکړی چې د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د ازادۍ جبهې او د طالبانو د حکومت ترمنځ وسله والې نښتې دریمې ورځې ته ننوتلې دي. د زیباک او درایم په ولسوالیو کې د ډزو غږونه اوریدل شوی دی.
د طالبانو د حکومت چارواکی وایی چې امنیتی وضعیت د دوی په کنټرول کې دی او برید کونکو ته یې درانه تلفات اړولی دی. په مقابل کې د ازادۍ جبهه ادعا کوی چې د طالبانو څو پوځی پوستې یې نیولې دی.
دا نښتې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې یو له ترټولو جدی نظامی تقابلونو څخه شمیرل کیږی. پوځی شنونکی وایی چې دا پیښې د طالبانو د حکومت لخوا د بشپړ امنیت ټینګولو ادعا له جدی ننګونې سره مخ کوی.
#بدخشان #افغانستان #نظامی\_نښتې #طالبان
🌐