سی ان ان شبکې په یوه نوی راپور کې اعلان کړی چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ایران په وړاندې جګړه کې د خپلو وسله والو ځواکونو د وژل شویو او ټپیانو اصلی شمیرې د واقعی ارقامو په پرتله خورا کمې وړاندې کوی.

د امریکا د دفاعی تلفاتو د تحلیل سیسټم د معلوماتو له مخې، د دې هیواد ځواکونو په دې جګړه کې سلګونه کسان له لاسه ورکړی دی، خو سی ان ان وایی چې دا شمیرې د هغو ارقامو سره لوی توپیر لری چې د جګړې پرمهال اعلان شوی دی.

دې شمېریزو توپیرونو د امریکا په سیاسی کچه پراخ غبرګونونه راپارولی دی. د امریکا د سنا مجلس دولسو سناتورانو پنټاګون ته د یوه لیک په استولو سره د دې مهمو شمېرو د پټولو په اړه د شفاف او دقیق وضاحت غوښتنه کړې ده.

#امریکا #پنټاګون #نظامی\_تلفات #جګړه

🌐

Author