امریکایی رسنیو راپور ورکړی چې د واشنګټن ایالت په سیاتل ښار کې په یوه سیمه ییز جشن کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
دا پیښه د سیاتل په مرکز کې د خواړو د کلنی جشن پرمهال رامنځته شوې ده. د دې پیښې په قربانیانو کې ښځې، نارینه او یو دوه کلن ماشوم شامل دی چې د ځینو روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوی دی.
سیمه ییزو پولیسو د پیښې په ځای کې یو شکمن کس نیولی دی، خو د دوو نورو شکمنو کسانو د موندلو لپاره پلټنې لاهم روانې دی. د دې وژونکې ډزو اصلی انګیزه تراوسه په دقیق ډول روښانه شوې نه ده.
#امریکا #سیاتل #ډزې #امنیت
🌐