په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د غنی خیلو په ولسوالۍ کې د نصرت په نوم د یوه ځوان جسد موندل شوی دی. دا ځوان څو ورځې وړاندې د ناپیژاندو کسانو لخوا تښتول شوی و او اوس یې جسد موندل شوی دی.
د سیمې د خلکو په وینا، د دې ځوان پر بدن د شکنجې نښې په ښکاره ډول لیدل کیږی چې تر مرګ وړاندې د هغه سره شوی تاوتریخوالی ښیی. تر اوسه د دې تښتونې او وژنې اصلی انګیزه نه ده روښانه شوې.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دی ویلی. د سیمې اوسیدونکی په دې ولایت کې د جنایی پیښو او تښتونو د زیاتوالی له امله سخته اندیښنه څرګندوی.
#ننګرهار #امنیت #افغانستان #جنایت
🌐