د طالبانو د حکومت چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د مطبوعاتو په هنداره کې حکومت په نوم د یوه نوی پروګرام د پیل خبر ورکړ. د دې پروګرام اصلی هدف له خلکو سره د دوی د فعالیتونو او خدماتو په اړه د دقیقو شمېرو شریکول دی.
د دې غونډې تنظیموونکو ټینګار وکړ چې د دې نوښت له لارې غواړی د مختلفو ادارو لاسته راوړنې رسنیو ته ورسوی. دا پروګرام په داسې حال کې پیلیږی چې معلوماتو ته لاسرسی له جدی ننګونو سره مخ دی.
خبریالان او د رسنیو ملاتړی بنسټونه تل د بیان پر ازادۍ د لګول شویو محدودیتونو نیوکه کوی. واک ته د طالبانو د حکومت له راستنیدو راهیسې، په ټول هیواد کې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه وضع شوی دی.
#رسنۍ #طالبان #افغانستان #خبریالان
🌐