په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو یوه ښځه او مېړه د فیض اباد له ولایتي روغتون څخه د دوو ماشومانو د تښتونې په تور نیولي دي. دا کسان د یوه بل ماشوم د تښتونې پر مهال وپېژندل شول.

د راپورونو له مخې تورنې ښځې د نرسې له جامو په ګټې اخیستنې روغتون ته ننوتله او نوي زېږېدلي ماشومان به یې له خپلو میندو څخه غلا کول. له نیکه مرغه دوه تښتول شوي ماشومان اوس خپلو اصلي کورنیو ته سپارل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د ډي ان اې ازموینو ثابته کړه چې د دغو ماشومانو او نیول شوې جوړې ترمنځ هیڅ خپلوې نشته. تورنو کسانو د پوښتنو پر مهال د دغه کار لامل د ماشوم نه لرل بللي دي.

#بدخشان #روغتون #افغانستان

🌐

Author