په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي تاییدوي چې یو قومي مشر عبدالخالق نورزی له خپل وراره سره په زرنج ښار کې وژل شوی دی. دغه خونړۍ پېښه د دوشنبې په ورځ د شپیته متره پر سړک رامنځته شوه.

په دغه وسله وال برید کې دوه نور کسان هم سخت ټپیان شوي دي. خپرې شوې انځورونه ښیي چې د دوی پر موټر د بریدګرو له خوا مخامخ تر شلو ډېرې ګولۍ توغول شوې دي چې د برید شدت په ډاګه کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او انګېزه یې هم ورکه ده. د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه وايي چې په سیمه کې د دې پېښې د عاملینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

#نیمروز #افغانستان #امنیت

🌐

Author