د پنجشیر ولایت د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت له کانونو څخه ایستل شوي څه باندې شپږ زره کیراټه زمرد پلورل شوي دي. دغه اندازه زمرد چې ارزښت یې له څوارلس میلیونه افغانیو ډیر دی، د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.

د پنجشیر د والي ویاند روښانه کړې چې دا قیمتي ډبرې په تیرو دوو اونیو کې د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه ایستل شوې وې. د طالبانو د حکومت لخوا د طبیعي زیرمو د استخراج او پلور بهیر په دوامداره توګه روان دی.

ویل کیږي چې د طالبانو حکومت د دې زمردونو د پلور له پیسو څخه لس سلنه ترلاسه کوي. پنجشیر ولایت د زمرد سربیره د سرو زرو او یاقوتو بډایه کانونه هم لري چې د قراردادي شرکتونو لخوا استخراج کیږي.

#افغانستان #پنجشیر #اقتصاد

🌐

Author