د بې پولې ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې په پاکستان کې یوې افغان کډوالې میرمنې پر خپل کور د پولیسو له چاپې وروسته خپل ماشوم ضایع کړی دی. دا تریخه پیښه د هغې د میړه د نیول کیدو له امله د شدیدې ویرې او فشار له امله رامنځته شوې ده.
د دې میرمنې میړه د قانوني اوسیدو کارت درلودلو سره سره د پولیسو لخوا ونیول شو. هغه وايي چې د بیا نیول کیدو له ویرې یې ونشو کړای خپله میرمن په وخت روغتون ته ورسوي او له همدې امله یې خپل درې میاشتنی ماشوم له لاسه ورکړ.
دې سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر سمدستي ودروي. جبري ایستل او د نیول کیدو ویره د دې لامل شوې چې ډیری کډوال روغتیایی خدماتو ته له لاسرسي او حتی کار کولو څخه بې برخې شي.
#افغانستان #کډوالي #پاکستان #بشري\_حقونه
🌐