د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې د هېواد پېژندل شوی خبریال بشیر هاتف له یوه کال بند وروسته د بګرام له زندان څخه ازاد شوی دی. هغه له خوشې کېدو وروسته په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې ځواکونو تېر کال هغه له دوو نورو خبریالانو سره یوځای نیولی و. پوځي محکمې هغه د نظام پر ضد د تبلیغاتو په تور په یوه کال بند محکوم کړی و.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو د دې خبریال د ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې د هغه بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي. دوی د نورو خبریالانو د سمدستي خوشې کېدو او رسنیو ته د ازاد کار د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

#افغانستان #ازاد\_بیان #خبریال

🌐

Author