په نورستان کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مندول ولسوالۍ کې د تازه سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، دغو سېلابونو ۶ د استوګنې کورونه، په لسګونو هکټاره کرنیزه ځمکه، سړکونه، کانالونه او د اوبو بندونه ویجاړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم د نورستان په مرکز پارون کې سېلابونو درانه جاني او مالي زیانونه اړولي وو.
#نورستان #سېلابونه #افغانستان #طبيعي_پېښې #مندول
🌐