د بغلان ولایت د پلخمري ښار په حسین خېلو سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي دي.

د پولیسو قومانداني وايي چې په دې پېښه کې پنځه نور کسان ټپيان شوي هم دي. دا پېښه د دوو ګړندیو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

شمېرې ښيي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په کچه په ټرافیکي پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

#بغلان #ترافیکي_پېښه #پلخمري #افغانستان #خبرونه

🌐

Author