د نړیوال روغتیا سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې افغانستان کې ۱۵ مثبت پولیو پیښې ثبت شوې او د دې ناروغۍ چاپیریالي نمونې هم ۵۳ ته رسیدلې دي. افغانستان اوس مهال د نړۍ لوړترین د پولیو د اخته کیدو شمیر لري.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینۍ هیوادونه دي چې پولیو پکې ریشه کن شوی نه دی. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې پاکستان کې درې انساني پیښې او ۱۰۸ چاپیریالي نمونې پیژندل شوې دي.
تیر میلادي کال افغانستان کې ۲۱ انساني پیښې او ۹۴ چاپیریالي نمونې ثبت شوې وې، پداسې حال کې چې پاکستان کې ۳۱ انساني پیښې او ۶۵۱ چاپیریالي نمونې پیژندل شوې وې.
#پولیو #افغانستان #عامه\_روغتیا #نړیوال\_روغتیا\_سازمان #ناروغي