د بریتانیا پخوانی لومړي وزیر او د سازمان ملل د نړیوالو زده کړو ځانګړی استازی ګورډن براون د ګارډین ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه او د اجباري واده له خطر سره مخ افغان نجونو د ملاتړ لپاره یو نړیوال فنډ جوړولو غوښتنه یې وکړه. دا مقاله د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې له نږدې کیدو سره سم خپره شوه.
براون ولیکل چې د طالبانو حکومت د پرله پسې انتقامي فرمانونو له لارې د ښځو او نجونو سرکوب تشدید کړی، پداسې حال کې چې نړیواله ټولنه د دې وضعیت سره د مقابلې لپاره مؤثره اقدام نه دی کړی. هغه د جوزا میاشتې کې د هرات کې د طالبانو لخوا د د ښځو د حقوقو مظاهره چیانو پر وړاندې ډزو ته هم اشاره وکړه.
د سازمان ملل ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې زده کړه د ژر واده مخنیوي لپاره ترټولو مهم وسیله ده او وړاندیز یې وکړ چې یو نړیوال فنډ جوړ شي ترڅو افغان نجونو ته بورسونه ورکړل شي او له افغانستان بهر د زده کړو ادامه ورکړای شي.
#افغان\_نجونې #زده\_کړه #د\_ښځو\_حقوق #ګورډن\_براون #اجباري\_واده #افغانستان