د پخواني جنرال سمیع سادات تر مشرۍ لاندې د افغانستان متحد جبهه ادعا وکړه چې د هغې ځواکونو د طالبانو د حکومت دوه استخباراتي غړي د سپین بولدک او د قندهار ښار کې نښه کړل او وواژل. جبهې یو ویډیو هم خپور کړ چې پکې یو وسلوال سړی د موټرسایکل تر څنګ وینه لړلی پر ځمکه پروت دی.
جبهې د ۱۴ اسد ۱۴۰۴ د خبرپاڼې کې اعلان وکړ چې یو استخباراتي غړی د سپین بولدک ولسوالۍ کې او بل د قندهار ښار کې وواژل شو. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعا پر اړه هیڅ نه دي ویلي.
متحد جبهې تیره اونۍ د قندهار حوزه کې د طالبانو پر وړاندې د وسله والو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و او اعلان کړی دي چې تر هغه پورې به جګړه وکړي چې افغانستان د طالبانو له واکه خلاص شي.
#متحد\_جبهه #قندهار #طالبان #افغانستان
🌐