د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل او ولایتونو کې د خیریه بنسټونو د مسئولانو سره یوه غونډه کې ورڅخه وغوښتل چې د مرستو د ویش پر مهال له اړمنو سره عکسونه او ویډیوګانې مه اخلئ. هغه وویل چې دا کار د اړمنو «سپکاوي او کرامت ته زیان» رسوي.\br\brشرعي ټینګار وکړ چې خیریه بنسټونه باید د خلکو له فقر سره سوداګري ونه کړي، بلکې د اتحادیو جوړولو او بنسټیزو کارونو لپاره ګامونه پورته کړي. سازمان ملل وايي چې افغانستان کې د اوسني کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو ته بشري مرستو ته اړتیا ده.\br\brد نړیوالو مرستو له کمیدو سره، خیریه بنسټونه او د ټولنیزو رسنیو فعالان د بهرنیو مرسته کوونکو او اړمنو تر منځ منځګړي شوي دي. ډیری وختونه دوی د

Author