په مرکز او سړو ولایتونو کې نوی تعلیمي کال د پنځم پرله پسې کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو له شتون پرته پیل شو. د طالبانو د حکومت دې پریکړې د زرګونو نجونو هیلې له منځه وړي دي.
یو شمیر نجونو د دې وضعیت د دوام په اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره غوښتنه کړې چې دوی ته دې ښوونځیو ته د بیرته تګ زمینه برابره شي. دوی وايي چې د خپلې روښانه راتلونکې لپاره یې خپل خوبونه پریښي دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ، له زده کړو څخه د نجونو دوامداره محرومیت د نه منلو وړ بللی او د دې محدودیتونو د سمدستي لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده. #ښوونځی #نجونې #افغانستان #بشري\_حقونه