طالبانو د افغانستان د خپلې واکمنۍ د پنځمې کلیزې پر مناسبت پیغام خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سولې اړیکې غواړي. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دا پیغام شنبه د اسد ۲۴ مه خپور کړ.
پدې پیغام کې د جمهوري نظام د سقوط کلیزه «د فتحې ورځ» بلل شوې او ادعا شوې چې افغانستان د نړۍ سره د سولې ژوند سیاست لري. طالبانو ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د بل هیواد پر وړاندې نه کارول کیږي.
دا ادعاوې هغه وخت کیږي چې طالبانو د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کې له پاکستان، ایران، تاجیکستان او ازبیکستان سره سرحدي جګړې کړي دي او د وسله والو ډلو د کوربه توب تور پرې لګیږي.
#طالبان #کلیزه #سوله #افغانستان #بهرنۍ\_سیاست