د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو څوارلسم د اسد د ۲۵ نیټه روم کې د خپلې اونیزې لمانځه وروسته د لویدیځ غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د سمدستي پای غوښتنه وکړه. هغه د نړیوال ټولنې نه وغوښتل چې د دوه دولتي حل لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاپ وینا هغه وخت راغله چې د لویدیځ غاړه کې د اسراییلي استوګنځایونو اوسیدونکو د فلسطینیانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي. د نابلس سره نږدې د قصره کلي کې، استوګنځایونو اوسیدونکو د فلسطینیانو کورونه محاصره کړي او ځینو کورونو ته اوبه او برښنا پرې شوې ده.

د بشري حقوقو ډلې دا اقدامات د فلسطینیانو د ډیرو ځمکو د نیولو د هڅو برخه بولي. پاپ لیو وړاندې هم د غزې او لویدیځ غاړې د حالت پر اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او د سیاسي خبرو اترو غوښتنه یې کړې وه.

#فلسطین #لویدیځ\_غاړه #پاپ\_لیو #دوه\_دولتي\_حل #بشري\_حقوق

Author