د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه دیرش نور ټپیان شوي دي. په دغه موټر کې افغان کډوال سپاره وو.
په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ د دې خونړۍ پیښې اصلي لامل په موټر کې تخنیکي ستونزې بللې دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ویلي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندیښنې وړ دی او ټول د درملنې لپاره مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
#ترافیکي\_پیښه #کډوال #ننګرهار
🌐