د افغانستان د متحد جبهې مشر سمیع سادات د هغو پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو ته چې اوس د طالبانو سره همکاري کوي، ۱۵ ورځې مهلت ورکړ چې د دوی صفونه پریږدي، که نه نو د نظامي هدف په توګه به ورته وکتل شي.

سادات دا خبرې د افغان او امریکایي سرتیرو د دریمې غونډې پر مهال وکړې او وویل چې متحد جبهه د دې کسانو د ژوند، کار او فعالیت له ځایونو خبره ده. هغه د پایلټانو، انجنیرانو، بریدملانو او تخنیکي ځواکونو ځانګړې نومونه واخیستل.

سادات زیاته کړه چې متحد جبهې د تیرو دوو اونیو پر مهال د افغانستان پر شپږو ولایتونو کې ۱۸ بریالۍ عملیات ترسره کړي او د هیواد دننه د عملیاتي ځواکونو غړو ته یې وویل چې مبارزه دوام ورکړي.

#متحد\_جبهه #سمیع\_سادات #طالبان #افغانستان

🌐

Author