د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د جنوري راهیسې تر جون پورې لږترلږه ۷.۴ میلیونه افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي. له دې ډلې ۴.۶ میلیونه کسانو خواړه ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د خوراک حاد ناامني خپریږي.

خو اوچا خبرداری ورکړ چې تر جون پورې یوازې ۱۷ سلنه اړین بودیجه برابره شوې ده. له ۱.۷ میلیارده ډالرو اړتیا لرونکي بودیجې ۱.۴ میلیارده ډالره یې لاهم نه دي برابر شوي، چې مرستندویه موسسې یې د زیاتیدونکو اړتیاوو پوره کولو لپاره له محدودو سرچینو سره مخ دي.

اوچا ټینګار وکړ چې د مرستندویه موسسو د دوام وړتیا د کافي او انعطاف وړ بودیجې، د مرستندویانو د خوندیتوب او د بشري لاسرسي لپاره مناسبو شرایطو پورې اړه لري.

#اوچا #بشري\_بحران #افغانستان #د\_خوراک\_ناامني

🌐

Author