د طالبانو د مهاجرینو وزارت اعلان وکړ چې د اوسنۍ اونۍ په ترڅ کې ۳۲۲ کسان د پاکستان له مختلفو بندیخانو خوشې شول او افغانستان ته راستانه شول. پدې کسانو کې ماشومان هم شامل وو.
د اعلامیې له مخې، ۳۰۹ کسان د تورخم له دروازې او ۱۳ نور د سپین بولدک له لارې هیواد ته ورننوتل. وزارت د دوی د بندیوالي د لاملونو په اړه کوم توضیح نه دی ورکړی.
د پخوانیو راپورونو له مخې، د پاکستان کې د ډیرو افغانانو د نیولو لوی لامل د قانوني اقامت د اسنادو نشتوالی دی او د پاکستان پولیس یې د زور له لارې اخراج کوي.
#مهاجرت #پاکستان #افغانستان #تورخم #سپین\_بولدک
🌐