د هلمند ولایت د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اعلان وکړ چې د کجکۍ ولسوالۍ کې ۱۶ روغتیایي مرکزونه د روغتیایي قوانینو سرغړونې او د خدماتو د کیفیت د ټیټوالي له امله وتړل. یوې څارنې ډلې پکې ۸۹ مرکزونه وکتل.

تړل شوي مرکزونو کې د تشخیص مرکزونه، د غاښونو کلینیکونه، درملتونونه او لابراتوارونه شامل دي. د تړلو لاملونه کې غیرمسلکي فعالیت، د اسنادو نشتوالی او د معیارونو سرغړونه ذکر شوي.

دا اقدام هغه وخت ترسره کیږي چې د افغانستان روغتیایي سیستم د بودیجې د کمښت او د خدماتو د کمیدو سره مخ دی او د خلکو لاسرسی روغتیایي خدماتو ته ورځ تر بلې ستونزمنه کیږي.

#هلمند #کجکۍ #عامه\_روغتیا #طالبان #افغانستان

🌐

Author