المرصاد، چې د طالبانو د استخباراتو سره نږدې رسنۍ ده، د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې حسیب پنجشیري، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې لوړپوړی قوماندان، وژل شوی دی. دې رسنۍ ادعا وکړه چې هغه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.
حسیب پنجشیري چې د حسیب قوای مرکز په نوم هم پیژندل کیده، کلونه کلونه یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه او د ملي مقاومت جبهې یو مشهور مخ و.
تر اوسه د دې عملیاتو د ځای، وخت او ډول په اړه نور جزیات خپاره شوي ندي. افغانستان انترنشنل د ملي مقاومت جبهې سره اړیکه نیولې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
#ملي\_مقاومت\_جبهه #حسیب\_پنجشیري #طالبان #افغانستان