د بالیووډ مشهورې ستورې عالیه بهات په یوه نوې ویډیو کې خپل ماشومتوب ته یو لیک لوستی دی. په دې احساساتي لیک کې هغه خپل ځان ته ډاډ ورکوي چې یوه ورځ به له هغه هلک سره واده وکړي چې تل یې په پټه خوښاوه. عالیه خپل خاوند رنبیر کپور خپل تر ټولو غوره ملګری او د ژوند خوندي ځای بللی دی چې هغې ته آرامتیا او خوښي وروبښي .
عالیه د خپلې لور “رها” په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې خپله “کوچنۍ بڼه” وبلله. هغې وویل چې د لور د لویولو خوب یې رښتیا شوی او زړه یې له مینې ډک دی. هغې په ټوکه وویل چې لور به یې په راتلونکي کې یوه تکړه وکیله جوړه شي، نو ځکه باید ورته چمتووالی ونیسي .
په هنري ډګر کې، عالیه بهات اوس مهال د سنجې لیلا بهنسالي د نوي فلم “Love & War” لپاره چمتووالی نیسي. دا له “ګنګوبای کاټیاواړي” وروسته د هغې دویمه لویه پروژه ده. همدارنګه، هغه به د یاش راج فلمز په نوي جاسوسي فلم “الفا” کې هم مرکزي رول ولوبوي .