د افغانستان متحده جبهه، د پخواني ځانګړو ځواکونو قوماندان سمیع سادات تر مشرۍ لاندې، د قندهار ښار د شپږم امنیتي حوزې کې د طالبانو پر مواضعو د نوي عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړ. جبهې وویل چې دوه طالب وژل شوي دي.

له دې عملیاتو یوه ورځ مخکې، متحده جبهې د هماغه امنیتي حوزه کې د طالبانو د یوه استخباراتي غړي د وژلو ویډیو خپره کړې وه. طالبانو تر اوسه پورې پر دې بریدونو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د وروستیو اونیو په موده کې د قندهار کې د متحدې جبهې بریدونه د پام وړ زیات شوي دي. جبهې خپل لومړی عملیات د اسد د اتمې نېټې د قندهار او سپین بولدک پر لور پیل کړل.

#متحده\_جبهه #قندهار #طالبان #افغانستان

Author