د ایران اسلامي جمهوریت د اسد د ۲۹ مې پنجشنبه د ۲۰ کلن افغان قائم حسیني د اصفهان کې د جدي میاشتې د لاریونونو کې د ګډون تور لاندې اعدام کړ. دا اعدام د بشري حقوقو سازمانونو، د اسلامي جمهوریت د مخالفینو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو پراخ غبرګون راوپاروه.
د ایران د بشري حقوقو سازمان مشر محمود امیري مقدم دا اعدام د ډله ییزې سزا یوه روښانه بیلګه وباله او وویل چې د حوت د ۲۸ مې راهیسې لږ تر لږه ۳۰ احتجاج کونکي ایران کې اعدام شوي دي. حسیني د ګل محمد محمدي ترورزوی و چې تیره میاشت ورته تورونو لاندې اعدام شوی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ایران کې د افغان وګړو د اعدام پر وړاندې هیڅ موقف نه دی نیولی. د ایران د بشري حقوقو مرکز دا اعدام د بشریت پر وړاندې جنایت وباله او نړیواله ټولنه یې وهڅوله چې د اعدامونو د مزید موج د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.
#قائم\_حسیني #اعدام #ایران #بشري\_حقوق #افغانستان
🌐