د افغانستان هزاره کډوال د سنبلې پر دویمه، دوشنبه، د نایروبي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوړ کمیسر او د کینیا د کډوالو د چارو د ادارې استازو سره غونډه وکړه او د خپلو د پناه غوښتنې قضیو شفاف او منصفانه پروسس غوښتنه یې وکړه.

ګډونوالو وویل چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو وروسته شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ کینیا ته لاړې، خو پنځه کاله وروسته لا هم د ثبت نوم، د اقامت اسنادو او د کورنیو د راتلونکي له ستونزو سره مخ دي.

د هزاره ټولنې استازو له نړیوالو ادارو وغوښتل چې اداري پروسې شفافې شي او د چارواکو او کډوالو تر منځ مستقیم اړیکه رامنځته شي.

#هزاره\_کډوال #افغان\_کډوال #کینیا #مهاجرت #ملګري\_ملتونه

Author