د برشنا شرکت رئیس عبدالباري عمر د نغلو د لمریزې بریښنا فابریکه چې ۲۲.۷۵ میګاواټه ظرفیت لري، پرانیستله. هغه په مراسمو کې وویل چې دا پروژه نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې د چاپیریال ساتنې لپاره ژمنتیا هم ښيي .
د برشنا رئیس ټینګار وکړ چې په نننۍ نړۍ کې بریښنا د انسان په بدن کې د وینې په څیر حیاتي ارزښت لري. د هغه په وینا، افغانستان باید اقتصادي خپلواکۍ ته د رسیدو لپاره د انرژۍ تولید مختلفو سرچینو، په ځانګړي ډول د نوي کیدونکي انرژۍ ته مخه کړي .
دا پروژه کولی شي په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د بریښنا سخت کمښت تر یوې اندازې جبران کړي. په افغانستان کې چې ډیرې لمرینې ورځې لري، د لمریزې انرژۍ کارول د انرژۍ د بحران د حل لپاره یوه اغیزمنه لار ګڼل کیږي .

لمریزهبریښنا #نغلو #برشناشرکت #پاکهانرژي #چاپیریال #افغانستان #کابل #عبدالباريعمر

Author